د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اروپا کې د «تروریستانو» له لورې د نویو نورو بریدونو خبردارۍ ورکړ

کابل ټکی کام ۰۴حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
تېره ورځ داعش ډلې د بلجیم پلازمینه بروکسیل کې پر روینټم نومي هوایي ډګر چاودنې وکړې، چې ۳۴ کسان پکې ووژل شول، او شاوخوا سلګونه تنه نور ټپیان شول.
له همدې چاودنو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبردارۍ ور کړی دی، چې په اروپا کې «تروریستان» د نویو «تروریستي بریدونو» پلانونه لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې «تروریستان» به په اروپا کې د لنډې مودې لپاره خپل پلان کړي بریدونه متدوم وساتي.
دغه وزارت د «تروریستانو» د بریدونو هدفونه سپورټي سیالۍ، د سېلانیانو د سیل ځایونه، ټرانسپورټ او مېلمستونونه ښودلي دي.
دغه وزارت امریکایي وګړو ته هم خبردارۍ ور کړی دی، چې تر څو هغو ځایونو ته تګ را تګ محدود کړي، چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي.
د یادولو ده، چې امریکا وړاندې هم څو ځله په کابل کې د بریدونو د احتمال خبردراۍ ور کړی وو، او خپلو اتباعو ته یې وړاندیز کړی وو، چې تر څو کابل ته تګ راتګ محدود کړي.



