کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي، چې امریکا هلته له داسې “شرم” سره مخ شوه، چې نړۍ پرې وخندل؛ خو اوس بېرته وضعیت بدل شوی دی.
ټرمپ په خپلو تازه خبرو کې ویلي: «په افغانستان کې داسې ټوکه یا شرم پېښ شو، چې ټولې نړۍ خندا پرې وکړه؛ خو اوس مو یو ځل بیا نړۍ ته ثابته کړه، چې تر ټولو پیاوړی ځواک او عصري پوځي تجهیزات لرو.»
نوموړي خبرداری ورکړی، چې امریکا به هېڅکله هغه حکومتونو ته اجازه ورنه کړي، چې د دوی خلاف نظر لري یا د دوی سیاستونه نه مني.
ټرمپ د خپلو خبرو پر دوام وینزوېلا کې د امریکا وروستیو بریدونو او د ولسمشر مادورو نیولو ته اشاره کړې او هغه یې د امریکايي ځواک نښه بللې ده.


















