کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي: د وېنزویلا پر خپلواک دولت د امریکا یرغل او د ولسمشر مادورو تښتول په سختو ټکو غندلي دي.
حوثي ویلي، چې وېنزویلا یو خپلواک هېواد دی، چې منتخب ولسمشر لري، ولس یې ملاتړ کوي او دا د ملت د ارادې څرګندونه ده؛ خو امریکا د ملتونو د خوښې پر وړاندې ولاړه شوې او د ولسمشر د نیولو اعلان یې کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي: «مادورو یو داسې ولسمشر دی، چې خپل ولس پرې باور لري، ملاتړ یې کوي، او دا د خلکو انتخاب دی، خو امریکا نه د ډیموکراسۍ ارزښت پېژني، نه د ملتونو انتخاب ته درناوی لري.»
حوثي امریکا یو ځل بیا د ملتونو دښمنه بللې او ټینګار یې کړی، چې واشنګټن یوازې د خپلې استکباري اجندا د پلي کېدو لپاره د خپلواکو هېوادونو ملي حاکمیت تر پښو لاندې کوي.


















