کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې د شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۳۹۰ کډوالې کورنۍ، چې ۲۰۹۶ تنه غړي لري، په اجباري ډول افغانستان ته راستنې او د اړوندو کمېټو له لوري ثبت او بایومېټریک شوې دي.
د راپور له مخې، راستانه شوي مهاجرین د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو له لارې هېواد ته داخل شوي، چې له ۲۵۶ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او د مخابراتو کمېټو له لوري ۳۷۳ وړیا سیمکارتونه ورته وېشل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې په همدې ورځ ۱۵۰ کورنۍ، چې ۸۱۱ تنه غړي یې لرل، د ترانسپورټ کمېټو له لوري د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې او د کابل له مرکز څخه لېږدول شوو ۸۴ کورنیو ته د تګ راتګ په بدل کې تر څلور لکه افغانۍ زیاته کرایه هم ورکړل شوې ده.


















