میدان وردګ؛ د سرې مياشتې ټولنې له لوري ګڼ شمېر راستنو شوو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶، مرغومي، ۱۴۰۴ ل)
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس، ښاغلي شیخالحدیث شهابالدین دلاور، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر پر مهال له ګاونډیو هېوادونو څخه پر راستنو شوو ۱۰۰۰ کډوالو کورنیو ۹۴ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.
د یادې مرستې په چوکاټ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۰ کیلوګرامه نخود، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلوګرامه بوره، ۱۰ کیلوګرامه مکروني، ۱ قطي رب، ۱ کیلوګرام سیرلاک، ۱ کمپله، ۱ بوتل د لوښو مینځلو مایع او د حفظالصحې یو بشپړ کڅوړه ورکړل شوه.
د مرستو د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس تر څنګ، د نوموړي مرستیال ښاغلی حافظ عزیزالرحمن، د میدان وردګ ولایت والي ښاغلی الحاج ملا خیرالله خیرخواه، د سرې میاشتې مقام سلاکاران، د سوېل ختیځ زون رئیس او د یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو استازي هم ګډونوال وو.
په دغه مراسمو کې ښاغلي شهابالدین دلاور وویل: «هیله لرم چې دا مرسته د راستنو شوو کورنیو په ژوند کې د اسانتیا او مثبت بدلون لامل شي او د دوی د ورځنیو ستونزو په راکمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.»
نوموړي زیاته کړه چې ورته مرستې د هېواد په ۱۸ بېلابېلو ولایتونو کې پیل شوې دي او په منظم ډول به پر راستنو شوو کډوالو ووېشل شي.
ورته مهال، د میدان وردګ والي ښاغلي ملا خیرالله خیرخواه د افغاني سرې میاشتې له هر اړخیزو مرستو مننه وکړه او راستنو شوو هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د شته ستونزو د هوارولو ترڅنګ به د کار دایمي زمینې برابرولو ته هم جدي پاملرنه وشي.
چارواکو وویل، چې دغه مرسته به د یادو کورنیو د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي او د هغوی اساسي ستونزې به تر یوې اندازې راکمې کړي.



