ايران موساد لپاره د جاسوسۍ په تور علي اردستاني اعدام کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د اسراییلي استخباراتي شبکې (موساد) لپاره د فعالیت په تور «علي اردستاني» نومی کس اعدام شوی دی.

د راپورونو له مخې، اردستاني د موساد د عملیاتو د یوه غړي په توګه کار کاوه، له حساسو نظامي او امنیتي معلوماتو سره یې تماس درلود او د یادې ادارې افسرانو ته یې ځانګړي تصویرونه او د هدف شوو کسانو معلومات لیږل.

ایراني چارواکو ویلي، چې نوموړي به هر ځل د ماموریت تر بشپړېدو وروسته خپله مالي معاوضه د ډیجیټلي اسعارو له لارې ترلاسه کوله.

د استخباراتي خیانت پر تور د اردستاني نیول او اعدام د ایران د امنیتي ادارو له خوا یوه لویه لاسته راوړنه بلل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button