اسراییل او سوریه د امریکا په منځګړیتوب د ګډو امنیتي تدابیرو پر توافق ورسېدل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
په پاريس کې د امریکا د منځګړيتوب تر څارنې لاندې د اسرائیل او سوریې لوړپوړو چارواکو غونډه ترسره شوې او دواړو هېوادونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د سولې پلان په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د امنیت، ثبات او اقتصادي ودې د ساتنې پر همکاریو خبرې وکړې او یو ګډ تفاهم ته ورسېدل.
د توافق له مخې، دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې یوه ګډه همغږۍ میکانیزم یا د اړیکو ځانګړې څانګه رامنځته کړي، چې د استخباراتي معلوماتو تبادله، د پوځي کړکېچ کمول، ډیپلوماتیک تعامل او سوداګریزې فرصتونه په دوامداره توګه همغږي کړي. دغه میکانیزم به د هر ډول شخړو د ژر حل او د سو تفاهمونو د مخنیوي لپاره یوه رسمي پلیټ فارم وي.
امریکا د دې ګامونو هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې د دې تفاهمونو د عملي کېدو ملاتړ به وکړي. په ګډه اعلامیه کې د ګډونوالو اراده څرګنده شوې چې غواړي د راتلونکو نسلونو په ګټه د خپلو اړیکو لپاره نوې صفحه پرانیزي او د منځني ختیځ دایمي سولې ته لاره هواره کړي.



