له ایران څخه افغانستان ته د یو ورځنیو چرګوړو صادرات پیل شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

ایراني رسنیو د تایباد ولسوالۍ د مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې افغانستان ته د یو ورځنیو غوښینو چرګوړو صادرات د دوغارون سرحدي دروازې له لارې د رسمي جواز له مخې بېرته پیل شوي دي.
راپورونه وایي چې د ۱۱ لاریو په وسیله له ۲۵۰ زره تر ۳۰۰ زره پورې یو ورځني چرګوړي افغانستان ته صادر شوي دي. مسوولینو زیاته کړې چې دا بهیر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې هم اغېز ولري.
د یادونې وړ ده چې له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته د چرګانو د غوښې کمښت د افغاني بازارونو لپاره یوه جدي ننګونه ګرځېدلې وه، خو د دغو صادراتو له بیا پیل سره تمه ده چې دا ستونزه به تر ډېره بریده راکمه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button