تحریک انصاف: که ترهګر افغانستان کې وي نورو ګاونډیو هېوادونو باندې ولې بریدونه نه کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان د ستر سیاسي ګوند “تحریک انصاف” لوړ پوړي غړي او د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر «سهیل افریدي» ویلي،چې په پاکستان کې دا ادعا کېږي، چې ګواکې ترهګري له افغانستانه سرچینه اخلي؛خو دا دریځ له واقعیت سره سمون نه لري.
افریدي ویلي، که واقعاً ترهګري له افغانستانه وي، نو ولې بیا یوازې پاکستان تر بریدونو لاندې وي؟ هغه زیاته کړې، چې افغانستان له ایران، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او چین سره هم ګډ سرحد لري؛ خو هلته د ترهګرۍ کوم فعالیت نه ترسترګو کېږي.
نوموړي ویلي: د دې پر ځای چې د هر څه پړه پر افغانستان واچول شي، پاکستاني مشران باید د ترهګرۍ د اصلو عواملو، داخلي نیمګړتیاوو او پالیسیو ته متوجه شي.
هغه ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ ختمېدل یوازې د ګاونډیانو په تورنولو نه بلکې د واقعیتونو منلو او معقول سیاست ته اړتیا لري.



