ډونالډ ټرمپ د «امریکا فرسټ» تر نوم لاندې له ۶۶ نړیوالو بنسټونو د وتلو فرمان لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې به یې واشنګټن له ۶۶ نړیوالو بنسټونو، کنوانسیونونو او تړونونو څخه ووځي.
د سپینې ماڼۍ د رسنیزې پاڼې د اعلان له مخې، له دغو څخه ۳۵ بنسټونه د ملګرو ملتونو له چوکاټ څخه بهر دي او ۳۱ نور د ملګرو ملتونو اړوند یا تر چتر لاندې فعالیت کوي.
د امریکا حکومت ویلي، یاد بنسټونه «نور د امریکا ګټې نه خوندي کوي» او ګډون او تمویل یې د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې دی.
د فرمان له مخې، ټولو فدرالي ادارو ته لارښوونه شوې چې د وتلو بهیر ژر تر ژره عملي کړي؛ یعنې له اړوندو بنسټونو سره ګډون او مالي مرسته بنده شي.
سپینه ماڼۍ زیاتوي، دا پرېکړه د بهرنیو چارو وزارت د راپور تر ارزونې او د کابینې له سلا مشورو وروسته شوې او د «امریکا فرسټ» د پالیسۍ په چوکاټ کې راځي.
ټرمپ ویلي، نور دا د منلو نه ده چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې هغو بنسټونو ته ورکړل شي چې «غیر مؤثر، بېګټې او زیانمن» بلل شوي دي.



