له پاکستاني زندانونو نږدې ۱۰۰ افغانان خوشې او هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د راپور له مخې، په روانه اوونۍ کې ۹۲ تنه افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بنديان وو، تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته راستانه شول. یاد کسان د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د کډوالو د انتقالاتو آمریت وایي، دغه کډوال له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په بند کې وو.
د راستنېدو پر مهال یې لومړی ثبت ترسره شوی او ورپسې ورته بشري مرستې برابرې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې له ثبت او مرستو وروسته یاد کسان خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.



