د افغانستان او پاکستان خصوصي سکتورونو د سوداګریزو او ترانزیتي لارو د بیا پرانیستلو لپاره غونډه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتورونو د مرکچي کمېټو ترمنځ پرون (چهارشنبه) د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د لارو د بیا پرانیستلو په اړه غونډه شوې.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې دواړه خواوې به خپل وړاندیزونه له خپلو حکومتونو سره شریکوي، څو د تړل شویو لارو د خلاصولو لپاره عملي لارې وموندل شي.
تر دې وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته د مذاکراتو وړاندیز کړی و چې د افغان لوري له خوا ورسره هرکلی شوی او څو انلاین غونډې هم ترسره شوې دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د نښتو وروسته د پاکستان له لوري وتړل شوې او د طالبانو حکومت اعلان کړی چې تر هغو به تجارتي لارې نه پرانېزي، څو اسلاماباد د بیا نه بندېدو کلک تضمین ورنه کړي.



