قادروف: امریکا دې راشي، ما دې وتښتوي زه د زېلنسکي په څېر ډارن نه یم

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د چیچنیا ولسمشر «رمضان قدیروف» د اوکراین د ولسمشر «ولادیمیر زیلینسکي» د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، «زه د زلینسکي په څېر ډارن نه یم، امریکا دې راشي او ما دې وتښتوي.»

یادې څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راغلې، چې زلینسکي ویلي و، امریکا باید د مادورو په څېر قادروف هم ونیسي.

رمضان قادروف دا خبرې په طنزي انداز کړي او زیاتوي: «امریکا دې د زلینسکي غوښتنه ومني او ما دې وتښتوي.»

قادروف پر زلینسکي نیوکه کړې، چې له روسیې سره د جګړې پر ځای دې خپل حال ته وګوري او د نورو پر ضد د تښتونې غوښتنې دې نه کوي.

قادروف له پيله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین کلک ملاتړی بلل کېږي او په اوکراین جګړه کې د هغه ترڅنګ ولاړ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button