بغلان کې د ۲۰۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۸ سترې زیربنایي پروژې پلې کېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د بغلان مرکزي ولسوالۍ مسوولين وایي، چې په دغه سیمه کې د څه باندې ۲۰۵ میلیونو افغانیو په لګښت اته سترې زیربنایي پروژې پلې کېږي. د پروژو په منځ کې د ۱۳.۵ کیلومتره فرعي سړکونو کانکریټ کول او د درېیو سوداګریزو مارکیټونو جوړول شامل دي.

د ولسوالۍ مسؤلین زیاتوي، چې د یادو پروژو موخه د سیمه‌ییزو خلکو لپاره د تګ راتګ آسانتیا، سوداګریز فعالیتونه او د اقتصادي ودې چټکول دي. دغه پروژې به په مرحله‌ییز ډول بشپړې شي او د سیمه‌ییزو خلکو ژوند به اسانه کړي.

د بغلان د مرکزي ولسوالۍ چارواکي وایي، د پروژو د پلې کېدو څارنه به په دوامداره توګه ترسره کېږي ترڅو چې کیفیت او وخت ته ځانګړې پاملرنه وشي او ټولې پروژې په ټاکلي مهال بشپړې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button