د کابل د شنو صنعتونو پارک لپاره د ۳۴ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې کار پیل شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د کابل د شنو صنعتونو پارک کې د ۳۴ میګاواټه لمریزې برښنا دستګاه د جوړولو کار رسماً پیل شو.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د پرانیستې مراسمو کې وویل، د کابل فعاله برېښنا شبکه د یو میلیون وګړو اړتیاوې پوره کولی شي، خو د ښار د شپږ میلیونه نفوس او د تولیدي فعالیتونو د پراختیا په نظر کې نیولو سره، د برېښنا د تولید د زیاتو پروژو پلي کول اړین دي.

ښاغلي عمر ټینګار وکړ چې د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه، ۱۲۶ میګاولټ امپیر سب سټېشن او ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي به د پارک او شاوخوا سیمو برېښنايي اړتیاوې پوره کړي او د هېواد د اقتصادي رغونې په برخه کې به مهم رول ولري.

د يادونې ده چې دا پروژه به د شنو صنعتونو پارک د برښنا اړتیاوې پوره کړي، د تولیدي کارخونو فعالیتونه به پیاوړي کړي او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button