ننګرهار کې راستنو شويو کورنيو ته رسماً د نمرو د وېش لړۍ پيل شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
په ننګرهار کې رسماً راستنو شويو هېوادوالو ته د کورنو نمرو وېش لړۍ پیل شوه.
دغه مراسم د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند او د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجيب الله حيات لخوا د بهسودو ولسوالۍ خانکي ښارګوټي کې ترسره شول.
د مسوولينو په وينا، هرې کورنۍ ته پنځه بسوې ځمکه ورکول کېږي، چې د سرپناه جوړولو په برخه کې به له مرستندويه ادارو هم مرسته ترلاسه کړي. د معلوماتو له مخې ، خانکي ښارګوټی ټولټال درې زره جریبه ځمکه لري، چې په کې پنځه زره نمرې ویشل کېږي.
مسوولين وايي، د ښارګوټي په انکشافي پلان کې عمومي او فرعي سړکونه، پارکونه، ښوونځي، جوماتونه، دارالعلوم، مدرسې، کلينيک، د اوبو رسولو شبکې او مخابراتي سايټونه شامل دي، ترڅو راستنېدونکي هېوادوال په ښه او عصري چاپېریال کې ژوند ته لاسرسی ولري.



