افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په هڅو د تېرې ادارې ۱۵ تنه مسؤولین بېرته هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام(پنجشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په هڅو د تېر په څېر یو ځل بیا ۱۵ تنه د تېرې ادارې مسؤولین بېرته خپل هېواد ته راستانه او د خونديتوب کارتونه پرې وویشل شول.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یاد کمیسیون د ویاند احمدالله وثیق په حضور کې راستنو شوو هېوادوالو ته په وینا کې وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او آبادول یې د هر افغان ایماني او اسلامي مسؤلیت دی، نوموړي څرګنده کړه، چې په هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی او ټول علمي، مسلکي او فکري شخصیتونه کولای شي د امن تر سیوري لاندې د هېواد د آبادۍ، ثبات او پرمختګ لپاره کار وکړي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو راستنېدونکو افغانانو د امنیت، عزت او قانوني حقونو بشپړ تضمین کوي.
ورپسې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند ښاغلي احمدالله وثیق وویل، چې د دې کمېسیون په هڅو تر دې دمه ۱۲۸۶ تنه د تېرې ادارې لوړپوړي چارواکي، علمي او سیاسي شخصیتونه خپل هېواد ته راستانه شوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده. نوموړي زیاته کړه چې یاد کمیسیون راستنېدونکو هېوادوالو ته بشپړ اطمینان ورکوي، چې کولی شي، په خپل هېواد کې آرام ژوند وکړي او که احیاناً له کومې ستونزې سره مخ کېږي، دا کمېسیون یې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
له بلې خوا د راستنو شوو شخصیتونو په استازولۍ د تېرې ادارې د پارلمان د غړي ښاغلي حاجي ظاهر قدیر ورور عبدالقهار قدیر او د دفاع وزارت د سرحدي پولیسو مرستیال په خپلو ویناوو کې وویل: اوس مهال په افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی او هر افغان کولای شي د خپل هېواد د آبادۍ، ثبات، اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره کار او پانګونه وکړي. هغوی زیاته کړه چې په هېواد کې امنیتي وضعیت د باور وړ دی او هیله یې وښوده چې نور بهر مېشتي افغانان هم باید بېرته خپل هېواد ته راستانه شي؛ څو په ګډه یو باثباته، آباد او پرمختللی افغانستان جوړ کړو.



