د مهاجرینو کمېسیون: د بېلابېلو لارو ۶۲۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، چې د پنجشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۶۲۲ کډوالې کورنۍ، چې ۳۳۷۱ تنه غړي لري، په اجباري ډول افغانستان ته راستنې او د اړوندو کمېټو له لوري ثبت او بایومېټریک شوې دي.

د راپور له مخې، راستنې شوې کورنۍ د ننګرهار له تورخم، د کندهار له سپین بولدک، د هرات له اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

راپور زیاتوي، چې په همدې ورځ له ۶۹۷ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او د خدماتو کمېټو له لوري ۶۴۹ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي. سربېره پر دې ۱۹۷ کورنۍ، چې ۱۰۰۸ تنه غړي یې لرل، د ترانسپورټ کمېټو له خوا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول ليږدول شوي او د لېږد په بدل کې ورته کرایې ورکړل شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button