غزه کې د اسراییلي اشغالګرو په تازه بریدونو کې د پنځو ماشومانو په شمول ۱۴ تنه شهيدان شوي 

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د اسراییلي ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه د پنځو ماشومانو په شمول ۱۴ تنه شهيدان او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، بریدونه د ملکي وګړو پر کورونو، د بېځایه شوو خلکو پر ښوونځیو او خېمو شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه بریدونه د غزې په څو سیمو کې ترسره شوي او ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. ځایي سرچینې وايي، د ټپیانو درملنه روانه ده او د مرستو رسولو لپاره هڅې دوام لري.

که څه هم تېر کال د اکټوبر په میاشت کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند اعلان شوی و، خو راپورونه ښيي چې له هغې راهیسې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې ۴۲۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۲۰۶ نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکي د اوربند د پرله‌پسې سرغړونو د درېدو غوښتنه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button