په حلب کې د قسد او حکومتي ځواکونو جګړه؛ قسد ملېشه وایي ستراتیژیکې سیمې یې تر کنټرول لاندې دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د سوریې په شمالي ښار حلب کې د حکومتي ځواکونو او قسد (کُردي ډیموکراتیک ځواک) ترمنځ لا هم خونړۍ نښتې روانې دي، چې له امله یې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچینې وایي، نښتې د حلب ښار په شمالي “اشرفیه” سیمه کې روانې دي، چې د شاوخوا سیمو اوسېدونکي یې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کړي دي.
د قسد ځواکونو ویاند ادعا کړې، چې سره له دې چې جګړه سخته وه؛ خو دوی لا هم د اشرفیه په ګډون یو شمېر ستراتیژیکې سیمې تر خپل کنټرول لاندې ساتلې دي.
بلخوا د بشري حقونو فعالان اندېښنه ښيي، چې جګړه د ګڼ مېشتو ملکي سیمو مینځ کې روانه ده او ښايي د جګړې دوام دروند بشري زیان رامنځته کړي.
حلب ښار، چې پخوا یې د سوریې د اقتصادي مرکز حیثیت درلود، له کلونو راهیسې د کورنیو جګړو شاهد دی او دې تازه نښتو یو ځل بیا سیمه له ناامنۍ او بېثباتۍ سره مخ کړې ده.



