خامنه‌اي: له اصولو نه شاته کېږو اسرائیلي-امریکایي جاسوسان به و نه زغمل شي ولس دې یووالی وساتي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ایران ستر مذهبي مشر « خامنه‌اي» ویلي، چې هېواد به یې له خپلو اصولو او ارزښتونو هېڅکله شاتګ ونه کړي او په هېواد کې د بهرنیو استخباراتي کړیو جاسوسانو شتون به په هېڅ ډول ونه زغمل شي.

نوموړي دا څرګندونې نن د جمعې د لمانځه پر مهال د خپلو پلویانو یوې غونډې ته کړي.

خامنه‌اي ټینګار کړی، چې د ایران ولس باید د هېواد دښمنان وپېژني، د هغوی له تبلیغاتو اغېزمن نه شي، خپل ملي یووالی وساتي او د اجنټانو پر وړاندې کلک دریځ خپل کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ به له خپلو اصولو حتی یو ګام هم شاته لاړ نه شو، او هر هغه څوک چې د دښمن اجنډا پر مخ وړي و به وژل شي.»

یادې څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې د ایران په دننه کې ځینې نیوکې او سیاسي خوځښتونه راپورته شوي، او چارواکي وایي دا هڅې د بهرنۍ مداخلې نتیجه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button