د ایران ټولو ښارونو کې د حکومت په ملاتړ لاریونونه پیل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې نن د جمعې لمانځه وروسته پراخې حکومت‌پلوه مظاهرې شوي دي، چې پکې لسګونه زره کسانو ګډون کړی دی.

دغه مظاهرې د هغو مخالفتونو، لاریونونو او نیوکو په غبرګون کې ترسره شوې، چې په دې وروستیو کې یې د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد پیل شوي او ځینو ځایونو کې تاوتریخوالی هم ورسره مل وو.

د مظاهرو ګډونوالو د اسلامي نظام او ستر مذهبي مشر آيت‌الله خامنه‌اي ملاتړ وکړ، د امریکا، اسراییلو او لوېدیځو هېوادونو پر ضد یې شعارونه ورکړل او له حکومت یې وغوښتل چې د نظام د دښمنانو پر وړاندې قاطع اقدامات ترسره کړي.

ایراني چارواکو ویلي، چې دا مظاهرې د خلکو خپلواکه غبرګون دی، چې غواړي د نظام پر ضد فتنه‌ګر عناصر منزوي کړي او خپل وحدت وښيي.

مربوطه مطالب

Back to top button