پوځي شنونکی فائز الدویري: د جبالیا جګړه د معاصرې جګړې يوه بې سارې بېلګه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰، مرغومي، ۱۴۰۴ل)

پوځي شنونکي فائز الدویري د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي، چې د غزې په جبالیا کې د جګړو بڼه د معاصرې جګړې د زغم، ابتکار او هوښیارۍ ځانګړی انځور وړاندې کوي.
الدوېري د خپلو څرګندونو پر مهال وویل، که د امریکا د ځانګړو ځواکونو Delta Force او د نړۍ د نورو پرمختللو پوځونو غوره کمانډوي واحدونه ځانونه پیاوړي بولي، نو باید د غزې په شرایطو کې د جګړې ورته تجربه وکړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د جګړې په دغه چاپېریال کې لوړه حوصلې، ابتکار او دوامدار مقاومت د بریا اساسي عناصر دي.
هغه د فلسطیني مقاومت د حماس د پوځي څانګې قسام لواګانې د جنګي کړنو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د دوی کړنلارې د ښاري جګړې له پلوه د مطالعې وړ دي. د ده په وینا، د جبالیا جګړه یوازې پوځي نښته نه ده، بلکې د یوې مفکورې او ارادې د ازموینې ډګر بلل کېږي.
الدوېري زیاته کړه، چې د عربي نړۍ ډېری پوځونه، سره له پراخو امکاناتو او تجهیزاتو، د داسې جګړې تجربه نه لري، او د جبالیا پېښه د معاصرې جګړې د نوو لارو د درک لپاره یو مهم مثال ګڼل کېدای شي.
جبالیا، چې د غزې په شمال کې موقعیت لري، د وروستیو میاشتو د سختو نښتو له امله د نړیوالو څېړونکو او پوځي شنونکو د پام وړ ګرځېدلې او د ښاري جګړې د پیچلو بڼو یو مهم مورد بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button