هندي رسنۍ: اسلامي امارت د نوې ډیلي لپاره نوی چارسمبالی معرفي کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
هندي رسنیو راپور ورکړی چې اسلامي امارت نور احمد نور د افغانستان د سفارت د چارسمبالي په توګه نوې ډیلي ته استولی دی.
د «دي هندو» ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، نوموړی چې تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت لومړی سیاسي رییس و، هند ته رسېدلی او ټاکل شوې د افغانستان د سفارت چارې پر مخ یوسي.
راپورونه وایي، دا پرېکړه د هند او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ د ډیپلوماټیکو خبرو وروسته شوې ده.
د «دي هندو» په وینا، دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یو ورپېژندل شوی ډیپلوماټ هند ته د افغانستان د استازولۍ د مسوول په توګه ځي.
که څه هم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې، خو دا ګام د دواړو لورو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د نوي پړاو په توګه ارزول کېږي او د راتلونکو اړیکو پر بهیر اغېز کولی شي.



