د جرمني ولسمشر: د ټرمپ بهرنۍ تګلارې نړیوال نظم د نړېدو له ګواښ سره مخ کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د جرمني ولسمشر فرانک‌والتر اشتاین‌مایر د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر بهرنۍ تګلارې په سختو ټکو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې نړیوال نظم د نړېدو په درشل کې دی او باید نړۍ د «لاروهانو په ځاله» بدله نه شي.

اشتاین‌مایر ټینګار وکړ چې د نړۍ په کچه ډیموکراسي تر بل هر وخت زیاته زیانمنه شوې ده، او د ده په وینا، د امریکا چلند—په ځانګړي ډول د کریمیا له الحاق او د اوکراین له جګړې وروسته—د نړیوال نظم د کمزورېدو له مهمو عواملو ګرځېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې د نړیوال نظم له بنسټ‌اېښودونکو څخه د امریکا له لوري د ارزښتونو شاته کېدل جدي اندېښنې راولاړوي.

په همدې مهال، د یوې نوې سروې پایلې ښيي چې پر امریکا د جرمن وګړو باور په څرګند ډول کم شوی دی او اکثریت خلک متحده ایالات نور د باور وړ شریک نه ګڼي.

مربوطه مطالب

Back to top button