د مهاجرینو کمېسیون: د بېلابېلو لارو ۵۰۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، چې د جمعې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۵۰۴ کډوالې کورنۍ، چې ۲۷۳۷ تنه غړي لري، په اجباري ډول افغانستان ته راستنې شوې دي.

د راپور له مخې، راستنې شوې کورنۍ د ننګرهار له تورخم، د کندهار له سپین بولدک، د هرات له اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

راپور زياتوي، په همدې ورځ له ۷۲۰ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او د خدماتو کمېټو له لوري ۵۱۸ وړیا سیمکارتونه وېشل شوي دي.

راپور کې راغلي، چې ۲۱۱ کورنۍ، چې ۱۱۷۲ تنه غړي یې لرل، د ترانسپورټ کمېټو له خوا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې دي او د لېږد په بدل کې ورته کرایې ورکړل شوې او سربېره پر دې، په تورخم، سپین بولدک او ورېښمو لار کې روغتیايي، مخابراتي او د خوړو اړوند خدمتونه هم برابر شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button