بدخشان: دوه جلا پېښو کې ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی 

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، چې د دغه ولایت په خاش ولسوالۍ کې څلور کان‌کېندونکي د کاربن او دود له امله مسموم شوي او وروسته یې ساه ورکړې ده.

د نوموړي په وینا، دغه پېښه پرون د خاش ولسوالۍ په «دیو دره» سیمه کې د بیروجو په یوه کان کې رامنځته شوې ده.

کامګار زیاتوي، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د یادو کان‌کېندونکو جسدونه له کان څخه ایستل شوي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.

له بلې خوا، ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د جمعې په سهار (۱۹ جدی) د ارګو ولسوالۍ اړوند د طرق په کلي کې شوې او د پېښې د لامل په اړه پلټنې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button