د خوست مرکز کې ۱۳۹۱ جریبه غصب شوې ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د عدليې وزارت ویلي، چې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د خوست ولایت د مرکز په غړومبۍ او مټه‌چینې ساحو کې د ۲۱۶۱ جریبه ځمکې سندونه او مدارک وکتل او پرېکړه یې وکړه چې د دې ځمکې ۱۳۹۱.۸۶ جریبه د امارتي ملکیت په توګه تثبیت شي. یادې ځمکې په درېیو قطعو کې وې او بلنده‌آبه ګڼل کېږي.

د عدليې وزارت څرګنده کړې، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون دغه قضیې مخکې په دقیق ډول څېړلې وې او دوسیه یې د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې پر اساس د مرکزي زون اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button