افغانستان د انګلېنډ په وړاندې ګټلې لوبه وبایلله

کابل ټکی کام حمل ۰۴ ۱۳۹۵ آرین خان
پچه انګلېنډ وګټله، او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، د لوبې پیل خورا ورو وو، خو د پاور پلې څخه یې ښه استفاده وکړه، او ۴۲ منډې یې جوړې کړې.
د دوی لوبغاړي په پیل کې ژر ژر وسوځېدل، خو وروسته یې ښه او ګټمنه لوبه ترسره کړه.
د انګلېنډ څخه جوسن روی په درېیم اور کې په اوو بالونو او په ۵ رنځونو د حمزه له لورې وسوځېدو.
محمد نبي عیسی خېل په یوه اور کې درې وېکټې واخیستې، چې جېمز وېنس یې په ۱۸ بالونو کې په ۲۲ رنځونو وسوځاوو، مارجن یې په یوه بال او په صفر رنځ له مخې لرې کړ، او همدا راز یې د انګلېنډ بل لوبغاړی هم وسوځاوو.
جوز پټلر د سمیع الله شینواري په بال او د محمد نبي په ښکلي کېنچ سره په ۶ رنځونو او په ۱۰ بالونو وسوځېدو، راشد ارمان جیو روټ په ۸ بالونو کې په ۱۲ منډو وسوځاوو، همدا راز یې په ۱۸ بالونو کې په ۱۵ منډو کرېس جورډن وسوځاوو.
د یادو لوبغاړو له سوځېدو وروسته معین علي ښه لوبه وکړه، چې د انګلېنډ هدف یې لوړ کړ، او په شلو اورونو کې یې ۱۴۲ منډې وکړې، او افغانستان ته یې ۱۴۳ منډې هدف وټاکو.
د افغانستان د لوبې پیل هم خورا خراب وو، او لوبغاړي یې په پرلپسې توګه سوځېدل، خو د دوی بالرانو په اخر کې د افغانستان منډې زیاتې کړې.
شهزاد په لومړي اور کې په لومړي بال څلوریزه ووهله، خو قسمت ور سره یاري ونه کړه، او په دویم بال یې وېکټه له لاسه ور کړه، اصغر ستانکزی په دویم اور کې په څلور بالونو یو رنځ وکړ او ورپسې یې خپله وېکټه له لاسه ور کړه، ګلبدین په ۵ بالونو په صفر وسوځېدو.
راشد ارمان چې ښه بالېنګ وکړ، همدا شان په بېټېنګ کې هم وځلېدو، د یوې څلوریزې او د یوې شپږیزې تر څنګ یې په ۲۰ بالونو ۱۵ منډې جوړې کړې.
نور علي چې په احتیاط سره یې لوبه کوله، په ۱۹ بالونو او په ۱۷ منډو وسوځېدو، نبي که په بالېنګ کې ډېر ښه وځلېدو، له راشد پرته د یادو لوبغاو څخه یې په بېټېنګ کې هم ښه کارکردګي وکړه، او د یوې شپږیزې تر څنګ په ۱۰ بالونو ۱۲ منډې جوړې کړې چې په وسوځېدو سره یې د افغانستان چانس صفر ته ورسېدو.
نجیب هم ښه لوبه وکړه، او د یوې څلوریزې او د یوې شپږیزې تر څنګ په ۱۰ بالونو کې په ۱۴ منډو خپله وېکټه وبایلله، سمیع الله شینواري د یوې څلوریزې تر څنګ په ۲۷ بالونو ۲۲ منډو وسوځېدو.
شفیق الله شفق چې په ټولو کې یې ښه لوبه وکړه، دوه شپږیزې او څلور څلوریزې یې ووهلې، او د لوبې تر پایه ناټ اوټ پاتې شو.
افغانستان د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ منډې جوړې کړې، او د ۱۵ منډو په توپیر یې د انګلېنډ په وړاندې لوبه وبایلله.
د یادولو ده، چې راتلونکې شنبه به افغان ملي لوبډله د ویسټنډیز له ملي لوبډلې سره مخ کیږي.



