په بلجیم کې د پرونیو بریدونو له تورنو کسانو څخه یو تن نیول شوی

کابل ټکی کام ۰۴حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
تېره ورځ د بلجیم پلازمینه بروکسل کې پر زوینتم نومي هوايي ډګر چاودنې وشوې، چې له کبله یې ۳۴ کسان ووژل شول، او شاوخوا سلګونه تنه نور ټپیان شول، چې اوس د دغو چاودنو له تورنو کسانو څخه یو تورن کس نیول شوی دی.
دغه کس چې نجیم لشراوي نومیږي، ۲۵ کلن دی، او پرون د چاودنو څخه وړاندې د پولیسو تر تعقیب لاندې وو.
بلجیمي رسنیو ویلي دي، دوه تنه نور چې دواړه ورونه دي، یو یې خالد البقراوي نومیږي، چې ۲۷ کلن دی، او بل بهرام البقراوي نومېږي چې ۳۰ کلن دی.
د بلجیمي رسنیو له قوله چې خالد البقراوي د تېرې ورځې په بریدونو کې د دغه هېواد پلازمینه بروکسل ښار کې د ناټو مرکزي ودانۍ ته څېرمه پر مېترو سټېشن بمي برید ترسره کړ، چې له کبله یې ۲۹ کسان ووژل شول.
بلجیمي رسنیو چې د پرونیو چاودنو په اړه په ورکړي تفصیلي راپور کې ویلي دي، چې خالد البقراوي په یوه مستعار نوم په پلازمینه بروکسل کې یو اپارتمان په کرایه نیولی وو، چې په دغه اپارتمان کې د پارېس د بریدونو فاعل صلاح عبدالسلام د وسلې او د ګوتو نښانونه ترلاسه شوي دي.
د یادو چاودنو وروسته په ټوله اروپا کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یادو چاودنو وروسته خبردارۍ ور کړ، چې په اروپا کې به نوي نور بریدونه هم وشي، او خپلو اتباعو ته یې خبر ور کړ، چې د خلکو ګڼه ګڼې ځای ته دې تګ راتګ محدود کړي.



