شیخ شهاب الدین دلاور: د اسلامي امارت پر بیا واکمنېدو باید ټول ولس شکر ادا کړي او د علماوو ملاتړ دې وکړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

په لوګر ولایت کې د پل‌علم ښار سړک د بیارغونې پروژې د چارو د پیل په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس “شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور” وینا کړې ده.

نوموړي وویل، چې د اسلامي امارت پر بیاواکمنېدو ټول افغانان، په ځانګړي ډول د لوګر اوسېدونکي، باید د الله تعالی شکر ادا کړي او د علماوو کرامو ملاتړ دې وکړي.

ښاغلي دلاور د پل‌علم ښار د سړک د بیارغونې چارو د پیل مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د هېواد په هر ګوټ کې ګڼې پراختیايي پروژې پیل کړې دي، چې هدف یې د خلکو هوساینه او پرمختګ دی.

هغه وویل، د اسلامي امارت ټول مسؤلین ملت ته د خدمت ژمنتیا لري او هڅه کوي، چې د خلکو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي او هېوادوالو ته ارام ژوند برابر کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button