پکتیکا: په برمل او ارګون کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پراختیايي پروژې پلې کېږي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د پکتیکا ولایت مقام خبر وايي، چې د برمل او ارګون ولسوالیو کې به د کرنې، پېښو پر وړاندې د مبارزې او صنعت او سوداګرۍ ریاستونو په چوکاټ کې د ۱ میلیون ۵۸۱ زره او ۳۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت بېلابېلې پراختیايي پروژې پلې شي.

د مسوولينو په وینا، په دغو پروژو کې اړمنو کورنیو ته د سبزیو باغچو، شنو خونو او سړو خونو جوړول، د چرګانو او څارویو وېش، د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کول او همدارنګه له طبیعي خطرونو سره په مخ سیمو کې د اړینو پروژو عملي کول شامل دي.

د معلوماتو له مخې، دا پروژې به د (AWEC) موسسې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي کمېسیون په مالي ملاتړ د دوو کلونو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button