کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
اسراییلي ورځپاڼې «معاریف» په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي، چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس اسراییل داسې ذلیل کړل، چې تر دې وړاندې یې هېڅکله دومره تحقیر نه و لیدلی، حتی د ۱۹۷۳م د اکتوبر جګړې پر مهال هم نه.
ورځپاڼه زیاتوي، چې د حماس مشرانو یحیی السنوار او محمد الضیف پلان درلود، څو د نقب په سیمه کې تر ټولو زیاته سیمه ونیسي او بیا شمال ته پرمختګ وکړي چې دغه هدف نږدې په بشپړ ډول ترلاسه شو.
راپور کې راغلي، السنوار او الضیف غوښتل، د اسراییلي پوځ هغه ځواک ته چې د «غزې فرقه» په نوم پېژندل کېږي، درنه ضربه ورکړي، غرور یې مات کړي او بشپړ نظامي فشار پرې وارد کړي.
د ورځپاڼې په باور، هغوی دا کار په بریالیتوب سره ترسره کړ.
معاریف لیکلي، چې د حماس بریدونو اسراییلي پوځ ته نه جبرانېدونکي مالي، نظامي او اخلاقي زیانونه واړول، چې لا یې هم بشپړ جزئیات له ولس سره نه دي شریک شوي.


















