کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي شورا مشر “محمدباقر قالیباف امریکا ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که چیرې امریکا پر ایران پوځي برید وکړي، نو ایران به د مشروع دفاع له مخې، د امریکا پوځي اډې، جنګي بېړۍ او اسرائیل په نښه کړي.
قالیباف ویلي، ایران هیڅکله د جګړې د پیل اراده نه لري؛ خو که دښمنان یې د هېواد ملي حاکمیت، امنیت او ثبات ته ګواښ پېښ کړي، نو ایران به پیاوړی او پرېکنده غبرګون وښيي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت د جګړې غوښتونکی نه دی؛ خو د دفاع په برخه کې هیڅ ډول تردید نه لري او چمتو دی، چې د خپلې خاورې، ولس او نظام دفاع وکړي.


















