پېښو سره د مبارزې ادارې او يوې مؤسسې ترمنځ د ۱۰۴ زره ډالرو د مرستې تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د NOVE ONLUS مؤسسې ترمنځ د یادې ادارې د رئیس ملا نورالدین ترابي، او د NOVE ONLUS د مرستیال، فیضان احمد کاکړ، ترمنځ په کابل کې د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه.

ښاغلي ترابي د پروژو پر چټک، شفاف او اغېزمن تطبیق ټینګار کړی او ويلي دي چې د ژمي له رارسېدو سره باید د مرستو کچه لوړه شي، څو مستحق کسان لا ډېره ګټه واخلي.

د دواړو لوریو ترمنځ دا تفاهم‌نامه د ۱۰۴,۸۰۸ ډالرو په ارزښت لاسلیک شوې، چې له مخې به یې NOVE ONLUS د کابل د ۱۶مې ناحیې ۶۴ بې‌سرپرستو کورنیو ته د یو کال لپاره هره میاشت ۱۰۰ ډالر نغدي مرسته ورکوي.

همدارنګه، هغو کورنیو ته به چې له جدي ستونزو او یا روغتیايي اړتیاوو سره مخ وي، اضافي مرستې هم ووېشل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button