د ایران استخباراتو: د موساد ۲ جاسوسان نیولي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ایران د سپاه پاسداران استخباراتي ادارې خبر ورکړی، چې په شمالي خراسان ولایت کې یې دوه کسان نیولي، چې د اسراییلي استخباراتي ادارې موساد سره یې اړېکې لرلې.
استخباراتي چارواکو ویلي، چې نیول شوي کسان په ایران کې د روان تاوتریخوالي او ګډوډیو په تنظیم کې مهم رول درلود او هڅه یې کوله، د بهرنیو استخباراتي شبکو په مرسته ناارامۍ ته لمن ووهي.
ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې له بهرنیو استخباراتي شبکو سره تړلي عناصر به ونیول شي او د هېواد امنیت به خوندي وساتل شي، ترڅو د ناامنۍ هڅې شنډې شي او ښاري ژوند ته زیان ونه رسیږي.
سپاه پاسداران زیاته کړې، چې د ملي حاکمیت پر ضد هر ډول هڅې به له جدي څارنې، پیژندنې او قانوني اقدام سره مخامخ کېږي.



