رسنیزه جګړه لا هم توده ده

عطاءالله مبارز

برېتانوي رسنۍ بي‌بي‌سي په خپل تازه راپور کې ادعا کړې، چې د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ د واک، پالیسۍ او نړیوال تعامل پر سر اختلافات موجود دي؛ هغې ادعا چې د پاکستاني رسنیو له لوري یې په پراخه کچه انعکاس وموند؛ خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا راپورونه «بې‌اساسه تبلیغات او پروپاګند» بللي دي.
بي‌بي‌سي په یاد راپور کې هڅه کړې، چې د اسلامي امارت دننه د پرېکړو د مرکز، د ځینو محدودیتونو او د نړیوال سیاست پر وړاندې د دریځونو په اړه اختلافات د جدي درز په بڼه وښيي. راپور ادعا کوي، چې د امارت د ځینو لوړپوړو چارواکو ترمنځ د کورنیو او بهرنیو پالیسیو په اړه نظرونه سره توپیر لري.

پاکستاني رسنیو یاد راپور ته پراخ انعکاس ورکړی او له خپلې ځانګړې زاویې یې د اسلامي امارت د کمزوري ښودلو هڅه کړې. شنونکي باور لري، چې د پاکستان یو شمېر رسنۍ د سیمه‌ییزو سیاسي محاسباتو او د نړیوالو کړیو د خوښۍ لپاره، د افغانستان په اړه منفي او پاروونکي روایتونه پیاوړي کوي.
دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني رسنۍ د لوېدیځو رسنیو راپورونه له تحلیله پرته خپروي، بلکې تر ډېره هڅه کوي، د افغانستان د روان وضعیت په اړه فکري جګړه توده وساتي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بي‌بي‌سي راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې دا ډول راپورونه د حقیقت پر ځای د اوازو، سرچینو د نه څرګندولو او سیاسي موخو پر بنسټ جوړېږي. نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مشرتابه یو موټی دی او ټولې پرېکړې د مشورې او ګډ تفاهم له لارې کېږي.
مجاهد زیاته کړې، چې بهرنۍ او سیمه‌ییز رسنۍ د اسلامي امارت د بدنامولو لپاره د «اختلافاتو» موضوع تکراروي، څو د افغانستان پر وړاندې د فشار فضا ژوندۍ وساتي.

سیاسي شنونکي باور لري، چې د هر نظام دننه د نظر اختلاف طبیعي چاره ده؛ خو د اختلاف او درز ترمنځ توپیر شته. د دوی په وینا، لوېدیځې رسنۍ ډېری وخت د عادي مشورتي اختلافاتو څخه د سیاسي بحران انځور جوړوي، څو د افغانستان د اوسني نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
د شنونکو په اند، د افغانستان په اړه د اطلاعاتي جګړې دوام ښيي، چې لا هم ځینې کړۍ د اسلامي امارت د ثبات او خپلواک دریځ منلو ته چمتو نه دي او هڅه کوي، د رسنیو له لارې سیاسي فشارونو ته دوام ورکړي.

د بي‌بي‌سي راپور او د پاکستاني رسنیو انعکاس یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي، چې ایا نړیوالې او سیمه‌ییزې رسنۍ د افغانستان واقعیتونه رانغاړي، که د ځانګړو اجنډاوو لپاره بې بنسټه روایتونه جوړوي؟ په داسې حال کې چې اسلامي امارت دا راپورونه ردوي، ښکاري چې د رسنیزې جګړې ډګر لا هم تود دی او افغانستان یې د مهمو موضوعاتو له ډلې ګڼل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button