محمود خان اچکزی: پاکستان په زور نه چلېږي، افغان کډوالو ته تابعیت ورکول د پارلمان ګډه پرېکړه وه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د مخالفو ګوندونو مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي ویلي، چې پاکستان د زور، ډنډو او جبري تګلارو له لارې نه شي اداره کېدای او حکومت باید خلک له ځانه سره ملګري کړي.

نوموړي ټینګار کړی، هغه افغان ماشومان چې په پاکستان کې زېږېدلي، همدلته یې زده‌کړې کړي او لوی شوي دي، باید د تابعیت حق ورکړل شي، ځکه دا پرېکړه د پارلمان په ګډه هوکړه شوې وه.

اچکزي ویلي، د پخوانیو قبایلي سیمو خلک له کلونو راهیسې د هېواد د امنیت لپاره بې‌له معاشه جګړه ماران پاتې شوي او دا مهال هم زرګونه کسان یې په امنیتي ځواکونو کې دنده ترسره کوي، که دا خلک ترهګر بلل کېږي، نو بیا څنګه د سفارتونو او د ملي اسمبلۍ ساتنه کوي؟ نوموړي له دولت غوښتي، چې له خپل تضاد لاس واخلي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر همداراز ویلي، چې که افغانستان ارام وي، نو ټولې اسیا ته به ثبات راشي، او که هلته کړکېچ وي، نو ټوله سیمه به اغېزمنه شي زياتوي چې په هېواد کې هره ورځ لسګونه کسان په ډزو وژل کېږي، خو حکومت یې پر وړاندې جدي اقدام نه کوي او وژل شوي کسان بې‌له پلټنې ترهګر اعلانوي.

مربوطه مطالب

Back to top button