نشنل انټرسټ: امريكا باید د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

امریکايي ورځپاڼې نشنل انټرسټ لیکلي، چې ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” نور باید په افغانستان کې اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني، ځکه چې په دې برخه کې ځنډ کولای شي د امریکا لپاره منفي پایلې ولري.

ورځپاڼه وایي، چې افغانستان او د دې هېواد اوسنی حکومت تر پخوا ډېر بدل شوي او دا بدلونونه د امریکا د ستراتیژیکو ګټو لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي چې واشنګټن باید ترې ګټه واخلي.

د راپور له مخې، د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړېکو د بیا جوړولو لپاره هم پراخ فرصتونه شته او که امریکا پر وخت ګام وانخلي ښايي دغه فرصتونه له لاسه ووځي.

مربوطه مطالب

Back to top button