د ایران ولسمشر: افغانستان سره د ښو اړېکو پراختیا ته ژمن یو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ مرغومي،۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزشکيان” په خپلو تازه څرګندونو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له افغانستان سره د ښو او رغنده اړېکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، چې له سیمهییزو هېوادونو سره د اسلامي جمهوریت اړېکې باید د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او ګډو اسلامي اصولو پر بنسټ ولاړې وي، تر څو اسلامي هېوادونه وکولای شي په ګډه د پردیو د تېري او فشارونو پر وړاندې ودرېږي.
مسعود پزشکيان د ایران د سیمهییزو اړېکو پر اوسني وضعیت نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې اسلامي جمهوریت دا مهال له افغانستان او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو سره مطلوبې او د تمې وړ اړېکې نه لري، چې د ده په وینا، دا حالت د ایران لپاره یو کمزوری ټکی ګڼل کېږي.
د ایران ولسمشر ټینګار کړی، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د پیوستون، همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا کولای شي د ثبات، سیمهییز امنیت د ټینګښت او د ګډو ګواښونو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې په برخه کې مهم او بنسټیز رول ولوبوي.



