د سوریې پوځ حلب کې د PKK او قسد ځواکونو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د سوریې پوځ د حلب ولایت په دیر ـ حافر ولسوالۍ کې د «PKK» ډلې او د دغه هېواد د پرځېدلي رژیم د پاتې شونو پر ضد، چې د قسد ځواکونو متحدین بلل کېږي، پراخ عملیات پیل کړي دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، یادې سیمې د قسد ملېشو او د هغوی د متحدینو مهمې پوځي اډې ګڼل کېږي.

راپور زیاتوي، تر دې وړاندې له همدې سیمو څخه ځانمرګې بې‌پیلوټه الوتکې پر حلب ښار توغول شوې وې.

د سرچینې په وینا، یادو الوتکو د حلب د ختیځو سیمو په بمبارۍ کې مهم رول درلود او د سیمې د اوسېدونکو د خوندي وتلو مخه یې هم نیولې وه.

د یادونې وړ ده، چې د سوریې پوځ تر دې وړاندې هم د حلب په شیخ مقصود او اشرفیه سیمو کې د همدې ځواکونو پر ضد عملیات ترسره کړي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button