امریکایي ځواکونه له عینالاسد هوایي اډې ووتل؛ عراقي پوځ د اډې بشپړ کنټرول ترلاسه کړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه د عراق په لوېدیځ کې له عینالاسد هوایي اډې څخه وتلي دي.
د عراق دفاع وزارت د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته عراقي پوځ په بشپړه توګه د یادې اډې اداره او امنیتي کنټرول په لاس کې اخیستی دی.
د عراق د دفاع وزارت په وینا، د پوځ لوی درستیز، ډګر جنرال عبدالأمیر رشید یارالله، د عینالاسد اډې له سپارلو وروسته د بېلابېلو پوځي واحدونو ترمنځ د دندو وېش څارلی او اړوندو مسوولینو ته یې د همغږۍ، ګډ کار او د اډې د ساتنې د پیاوړتیا سپارښتنه کړې ده.
د یادونې ده، چې بغداد او واشنګټن د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې هوکړه کړې وه، چې د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف مأموریت به د ۲۰۲۶ کال تر پایه پای ته رسېږي.



