خامنه ای: ټرمپ د یو مجرم په توګه پېژنو
کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ایران ستر مذهبي مشر آیتالله علي خامنه ای ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو مجرم په توګه پېژنو او د تهران یې پر وړاندې یې دښمنانه دریځ لري.
نوموړي دا څرګندونې په خپلو تازه خبرو کې کړي او زیاته کړې یې ده چې د امریکا پالیسي د ایران پر وړاندې له فشار، بندیزونو او ګواښونو ډکه ده؛ خو د ده په وینا، دغه فشارونه د ایران د دریځ د بدلون لامل نه شول.
خامنه ای همداراز ویلي، ایران به د بهرنیو فشارونو پر وړاندې خپل خپلواک سیاست ته دوام ورکړي او د ملي ګټو دفاع به کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا اړېکې لا هم ترینګلې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافاتو د هواري لپاره کومه څرګنده نښه نه تر سترګو کېږي.



