فراه ښار کې د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت څلور سړکونه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د فراه ښاروالۍ له لوري د پراختیايي بودجې له درکه د ۸ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت څلور سړکونه د ښار په دوهمه، څلورمه او پنځمه ناحیه کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد سړکونه چې ۱.۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د ښاروال، د ښاري حکومتوالۍ د امر، د مشورتي بورډ د مرستیال، انجنیرانو، د ګذر وکیلانو او ولسي وګړو په حضور کې افتتاح شول.

د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، د دغو سړکونو په جوړېدو سره د ښاریانو د تګ راتګ ستونزې هوارې شوې، ټرافیکي پېښې او چاپېریالي ککړتیا کمه شوې او ښاري ښکلا هم ښه شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button