کابل کې د ۳ میلیونه ډالرو په لګښت د تازه مېوو ستره سړه خونه ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په کابل کې د تازه مېوو یوه ستره او معیاري سړه خونه د دهسبز صنعتي ښارګوټي کې د ۳ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د یوه خصوصي شرکت له لوري جوړه او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.
د وزارت د معلوماتو له مخې، یاده سړه خونه پر نړیوالو معیارونو برابره ده او په یو وخت کې د ۲۰۰۰ مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیا لري.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د دې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، د معیاري سړو خونو جوړول کولی شي د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو مخه ونیسي او د بزګرانو، سوداګرو او ښاریانو لپاره یو اساسي اړتیا ده.



