حماس: د مسجد اقصى دفاع د ټول اسلامي امت ګډ مسؤلیت دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د اسراء او معراج د کليزې په مناسبت د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس یو ځل بیا ټینګار کړیو چې مسجد اقصى د ټول اسلامي امت تاریخي او عقیدوي امانت دی او هیڅ ډول تېری به پرې ونه منل شي.

حماس په خپله اعلامیه کې د اسلامي امت له ټولو وګړو، علماوو او ازادو انسانانو غوښتي، چې د مسجد اقصى او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې د دفاع په برخه کې خپل شرعي، اخلاقي او تاریخي مسؤلیت ادا کړي.

اعلامیه زیاتوي چې د قدس، غزې او لوېدیځې غاړې فلسطینیان د اشغال پر وړاندې د جهاد، مقاومت او استقامت په لاره ولاړ دي او دا مبارزه د ټول امت ملاتړ ته اړتیا لري.

حماس ټینګار کړی، چې د فلسطین قضیه د امت مرکزي قضیه ده او د مسجد اقصى دفاع د هر مسلمان ګډ مسؤلیت ګڼل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button