د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د ۵۰ ملي سوداګرو په ملتیا بنګله‌دېش ته ولاړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد د یوه رسمي پلاوي او شاوخوا ۵۰ تنه ملي سوداګرو په ملتیا بنګله‌دېش ته په رسمي سفر ولاړ.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو سوداګریزو اړیکو، د سوداګرۍ پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو او د ګډو پانګیزو فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې ترسره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دې سفر موخه د افغان ملي سوداګرو لپاره د نویو بازارونو موندل، د هېواد د تولیداتو لپاره د صادراتي فرصتونو پراخول او د سیمې په کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

مربوطه مطالب

Back to top button