یحیی سریع: صهیونیستي رژیم او امریکا سیمه کې د ناامنۍ تر ټولو ستر لامل دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې صهیونیستي رژیم او امریکا په سیمه کې د ناامنۍ، جګړو او بې‌ثباتۍ اصلي لامل دي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا او اسرائیل د خپلو ګټو لپاره د سیمې هېوادونه له جګړو، کړکېچونو او بشري ناورینونو سره مخ کړي دي او لا هم د تاوتریخوالي د پراخېدو هڅه کوي.

یحیی سریع ټینګار کړی، چې د یمن ولس او وسله‌وال ځواکونه به د بهرنیو یرغلونو او دښمنانه کړنو پر وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکړي او اجازه به ورنه کړي چې د سیمې امنیت د بهرنیو قدرتونو له لوري له ګواښ سره مخ شي.

هغه همداراز ویلي، چې د سیمې ولسونه باید د اشغال او ظلم پر وړاندې یو موټی شي او د خپلواکۍ او عزت لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button