د نوې پانګونې کوونکو د مالیاتي معافیت او صنعتي پارکونو د ځمکو پر طرحو د څېړنې لپاره کمېټې وټاکل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال مولوي حمدالله فطرت وایي، د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نننۍ غونډه کې د هلمند ولایت د ښوراب ملکي هوايي ډګر او د هغه د سړې خونې د بېرته فعالولو، د بار وړونکو وسایطو د نوبت قانون د تطبیق، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د نرخونو د قسطونو د مودې، او د ولایتونو پر بنسټ د صنعتي پارکونو د ځمکو د کټګوریو د ټاکلو موضوعات وڅېړل شول.
د سرچینې په وینا، همداراز هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه په افغانستان کې د نوې پانګونې کوونکو لپاره د مالیاتي معافیت پر موضوع هم بحث شوی او د یادو مواردو د لا هر اړخیزې څېړنې لپاره کمېټې وټاکل شوې، څو خپل راپورونه په ټاکلو وختونو کې د اقتصادي کمېسیون غونډې ته وړاندې کړي.



