سنډي‌ټایمز: د ایران په لاریونونو کې زرګونه لاریون کوونکي وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

سنډي‌ټایمز ورځپاڼې راپور ور کړی، چې په ایران کې د ملي انقلاب په نوم دوه ورځنیو لاریونونو کې لږ تر لږه له ۱۶ زره او ۵۰۰ څخه تر ۱۸ زره پورې لاریونوال وژل شوي دي.

د راپور له مخې، په وژل شویو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي، او له ۳۳۰ زره څخه تر ۳۶۰ زره پورې نور کسان ټپیان شوي دي.

سنډي‌ټایمز لیکلي، چې د دغو پېښو ډېری قربانیان له ۳۰ کلونو څخه کم عمر لري، چې دا چاره د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه اندېښنې لا زیاتوي.

تر اوسه د ایران حکومت د یاد راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه ای لاریونونو کې درنه مرګ ژوبله منلې که څه هم د کره شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي؛ خو لاریون کوونکي یې بلواګر، فتنه خپرونکي، د صهیونیستي ريژیم او امریکا لاس پوڅي بللي او ګواښ یې کړی که بیا ځلې دا ډول تېروتنه تکرار شي حکومت به یې تر دې هم په سخته مخنیوی وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button